pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
چې څنګه غريږي هغسې نه وريږي
کابل، ۱۳۹۳، ليندۍ۱۷  
ايمل اباسين


د ماشومتوب په وخت کې به چې کله د کور نه بهر وم، يا به ښوونځي ته تللی وم، یا به مې خپل کاکا ته پټي ته ډوډوۍ وروړې وه، يا به مې د خپل کاکا سره په پټي کې کار کاوه او يا به مې هم د نورو ماشومانو سره په درمندونو کې لوبې کولې، نو کله به چې وريځې په اسمان وګرځيدې، وريځې به د يوبل سره ولګيدې او غړمبهار به یې شورع کړ، نو ما به هم د نورو ماشومانو سره يوځای زر منډه کړه، د يوې ونې لاندې به ودريدم چې د باران څخه ځان خوندې کړم.
دا منډه او ځان بچونه به هغه وخت ډیره تيزه وه چې د تالندې سره به برښنا هم مل وه. موږ ماشومانو ته به مشرانو ويل چې د برښنا څخه د پټيدو او خلاصون ښه ځای د ونې لاندې دی. هرځل به چې وريځ، تالنده او برښنا راغله نو ما به د نورو ماشومان سره يوځای منډې وهلې. خو کله به باران وشو او کله به هسې اسمان وغريد، خو باران به ونشو. موږ ماشومان خو داسې پوه کړل شوي وو چې د اسمان د غريدو نه وروسته حتماً باران کيږي.
د غريدو، وريدو او نه وريدو دا سلسله روانه وه او عمر هم په تيريدو و. يوه ورځ زموږ په حجره کې ډير خلک راټول شوي وو. ډير مې نه یاديږي چې څه خبره وه خو دومره مې په یاد دي چې د يو څه په هکله جرګه وه. کله چې د ډوډوۍ وخت شو نو کاکا مې راته د چلمچي او کوزې د راوړلو امر وکړ. زه هم په منده ولاړم چلمچي او کوزه مې راواخستل او په خوشحالۍ سره مې ميلمنو ته اوبه واچولې. څو نورو ماشومانو هم دا کار کاوه. د اوبو اچولو په وخت کې هم ځينې مشرانو د يو بل سره خبرې کولې. په دې ترڅ کې يو مشر سړي يو بل کس ته، چې له هغه نه کشر ښکاره کيده، وويل چې څنګه غريږي هغسې نه وريږي. ما د ځان سره وويل چې نن خو اسمان شين دی او هيڅ وريځ هم په اسمان کې نشته. دې مشر څنګه د غريدو او وريدو خبره وکړه. سودا مې شوه چې دا خبره یې ولې وکړه. په زړه مې وليکله او د ځان سره مې وويل چې ماښام ته به د خپل کاکا نه پوښتنه کوم. هغه هم د جرګو سړی دی او د دې خبرې په مانا به خامخا پوهيږي. د غرمې ډوډۍ هم وخوړه شوه، چای هم وڅښلې شوې خو ورځ نه خلاصيده او زما تلوسه وه چې له کاکا څخه مې د خبرې پوښتنه وکړم.
ماځيګر ته نږدې جرګه خلاصه شوه او خلک خواره شول. يواځې د کورنۍ خلک او نږدې خپلوان په حجره کې پاتې شول. زما تلوسه نوره هم ډيريده چې کاکا به مې کله کور ته ننوځي چې زه ترې پوښتنه وکړم. ماښام شو، ډوډۍ وخوړه شوه او چای هم وڅښلې شوې. شپه پخه شوه او په ما باندې خوب غلبه وکړه نو کور ته ولاړم چې ويده شم. کله چې په ګټ کې پريوتم نو بیا د غريدو او اوريدو خبره راپه زړه شوه او خوب د سترګو څخه ولاړ. نه پوهيږم چې څه وخت به اوده شوی وم. سهار چې له خوب څخه راپاڅيدم نو د چای څښلو څخه وروسته مې کاکا ته قيصه وکړه او د خبرې د مانا پوښتنه مې ترې وکړه. هغه په خبره پوه کړم. وړوکتوب و خو بيا هم د خبرې په مانا يو څه پوه شوم.
عمر تيريده او زه هم د وړکتوب نه په ځوانۍ ورګډ شوم. هرکله به چې وريځې راښکاره شوې او اسمان به په غريدو راغی نو زما به د مشرانو خبره راپه یاد شوه، خو د مشرانو د دې خبرې عملي جنبه مې ونه ليده. ځواني لا پوخوالي ته نه وه رسيدلې چې له هيواد نه بهر مسافر شوم. د غريدو او وريدو خبره له ذهن څخه ووتله او نوې خبرې او نوې ستونزې رامينځته شوې. ځواني هم ولاړه، اوس چې خبره زړښت ته رانږدې ښوې ده نو د مشرانو د خبرې عملي جنبه مې وليده.
موږ سره وعده شوې وه چې زموږ وياړ به نه خرڅيږي، موږ سره په شوو وعدو به وفا کيږې، زموږ په رايو به د چا سره معامله او تجارت نه کيږي. موږ سره وعده شوې وه چې په ظالم، غاصب، قاتل او فاسد به اعتبار نه کيږې او هغوي به خپل څنګ ته نه پريښودل کيږي. موږ سره وعده شوې وه چې کار به اهل کار ته سپارل کيږي. موږ سره وعده شوې وه چې د افغانستان د ولس قاتلين او د خاورې پلورنکې به، چې په هره جامه کې چې وي، په ليکو کې نه بريښودل کيږي. موږ سره وعده شوې وه چې سوله به راځي. نور به ماشومان نه یتيمان کيږي، نورې به ميندې نه بورې کيږي، نورې به ښځې نه کونډې کيږي، نور به بچيان نه بې پلاره کيږي، نور به خويندې نه بې وروره کيږي، او نور به پلرونه نه بې اولاده کيږي. موږ سره وعده شوې وه چې د افغانستان عزت او حيثيت به نور د پرديو لخوا نه ترپښو لاندې کيږي.
خو دا يو هم ونشو. د مشرانو خبره اوس راته ثابته شوه. هو! چې څنګه غريږي هغسې نه وريږي. په رښتيا سره هم.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.