د بریتانیا چاپ ورځپاڼې ډيلي ټیلګراف نننۍ سرمقالې سرلیک دی "د طالبانو مشرانو ته د لندن د کنفرانس په پلان کې په درېیم هیواد کې د پناه ورکولو وړاندیز شوی دی" او ویل شوي، چې کیدای شي سعودي عربستان طالب مشرانو ته پناه ورکړي، ځکه سعودي عربسان د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی و.
ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د سولې د هغه پلان له مخې به چې راتلونکې اونۍ به یې جزیات د لندن په کنفرانس کې په ډاګه شي، د طالبانو مشرانو ته به په بهر کې د اوسېدو وړاندیز وشي او د هغوی نومونه به د دملګروملتونود بندیزونو له تورلست څخه وایستل شي.
د افغانستان د حکومت د سولې د وړاندیزونو په پلان کې، چی لنډ متن یې ډيلي ټیلګراف ته رسیدلی، ویل شوي چې د سولې په هر وړاندیز کې باید د طالبانو مشرانو ته عملا په درېیم هېواد کې د پناه ورکولو مساله شامله وي.
ډېلي ټیلګراف لیکي په دې پلان کې په مشخص ډول د درېیم هېواد نوم نه دی اخيسل شوی، خو سعودی عربستان چې د طالبانو پخوانی رژیم یې په رسمیت پیژندلی وو، ډېر ګومان کیږی، چې د طالبانو مشرانو ته د پنا ورکولو لپاره به یو احتمالی کاندید وي.
له طالبانو سره د سولې د غه نوی پلان د تېرې سې شنبه په ورځ په کابل کې د افغانستان د کابینې دغړیواو د نړیوالې ټولنی ترمنځ په غونډه کې تایید شو.
په دې پلان کې د طالبانو د مشرانو او د عادي طالبانو لپاره دوه جلا ستراتیژۍ په پام کې نیول شوي دي.
له اتو کالو وروسته چې جګړو زور اخیستی، ناټو دا منلې چې د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره یواځینی لاره سیاسي روغه جوړه ده.
ناتو اوس د امیازاتو او مجازاتو یوه ستراتیژی خپله کړې، په دې مانا چې که له یوې خوا د طالبانو د حملو د مخنیوی لپاره دې هېواد ته نور عسکر لیږی، له بلې خوا په ټولنه کې د طالبانو د جذبولو لپاره یې د امتیازیاتو ورکولو هڅې دوه چنده زیاتې کړي دي.
په ټولنه کې د وسله والو طالبانو د جذبولو د پلان د عملي کولو لپاره نړیوالو مرستندویانو منجمله جاپان او امریکا تراوسه پورې د سلګونو ملیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د دغه پلان له مخې، په لومړی مرحله کې به هغو وسله والو ځلمیانو ته چې که خپله وسله پرځمکه کښېږدي، د کاروبار، تعلیم او حرفو د زده کړې زمینې برابریږي، چې د ناټو د قوماندانانو په باور د جنګېدو انګیزه یې تر ډېره حده په پیسو ولاړه ده.
د پاخه عمر لرونکو وسله والو ته تقاعدی تنخواوې او د یوې ټوټې ځمکې ورکولو په ګډون نورامتیازات ورکول کیږي.
همداراز له هغو کلیو سره به چې خپل سړی له وسله والې جګړې څخه رااړوي، د مرستو او پرمختګ لپاره د سولې یو دوه ګونی پلان په پام کې ونیول شي.
د دغو وسله والو امنیت او ساتنه به د انتقامي حملو په وړاندې تضمین کیږي ځکه تیرو وختونو ښودلی، چې پرهغو وسله والو چې ځان یې د طالبانو له لیکو څخه راجلا کړی، حملې شوی او وژل شوي دي.
ډيلي ټیلګراف ورځپاڼه لیکي، د لندن له کنفرانس څخه وروسته به د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د سولې یوه جرګه جوړه شي څو د دغه پلان د تطبیق چارې ګړندۍ کړي.
د ورځپاڼې په وینا وروسته به د سولې د دغه نوی پلان له مخې په یوه ځانګړي اقدام کې د طالبانو مشران په نښه شي.
که چیرې دوی له وسله والې مبارزې لاس واخیست، له القاعده سره یې اړیکې پرې کړې او د افغانستان اساسي قانون ته یې غاړه کېښوده نو به ورته یا په په یوه بل هېواد کې د پناه ورکولو وړاندیز وشي او یا به هم د افغانستان په حکومت کې په دندو وګمارل شي.
د دغو مشرانو نومونه به هم د ملګروملتونو له هغه تور لست څخه چې د طالبانو او القاعده مالي حسابونه په کې کنګل شوی او پرهغوی بهرنیو هېوادونو ته په سفر کولو بندیز لګول شوی دی، واېستل شي.
د طالبانو له مشرانو سره د یوه جوړجاړي په صورت کې د دوی نومونه هم باید د امریکا له هغه لست څخه لیرې شي چې یا باید ووژل شي یا هم ونیول شي.
ډيلي ټیلګراف لیکي د دغه راپور له مخې افغان حکومت ویلي وسله والو طالبانو او نورو مخالفو ډلو ته په درنښت او وقار د سولې لاس د دې لپاره غزوي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، په سوله ییز ډول بېرته په ټولنه کې عادي ژوند ته مخه کړي او له خپلو تېرو کړو وړو څخه لاس واخلي.
بریتانوی ډيلي ټیلګراف ورځپاڼه لیکي د سولې د دغه پلان جزیات به ولسمشر کرزی او د هغه سلاکار محمد معصوم ستانکزی د جنوري په اته ویشتمه د لندن په کنفرانس کې په ډاګه کړي.
مولوی ارسلا رحماني، چې د طالبانو په پخواني رژیم کې د لوړ وزده کړو مرستیال وزیر و او د ملګرو ملتونو په تورلیست کې یې د نوم له کتل کېدو سره سره، اوس د افغانستان د مشرانود جرګی غړی دی وایي، د سولې د خبرو اترو بریالیتوب یواځې د کوټې له شورا سره په خبرو پوری تړلی دی.
ښاغلی رحمانی وایی، زه یقین لرم، چې له عادي طالبانو سره خبرې ستونزه نه شي هوارولی ځکه دغه وسله وال له خپلو قوماندانانو سره ټینګی اړیګې لري او پرهغوی باورلری. لومړی باید د طالبانو له لوړ پوړو مشرانو سره خبرې وشي.
رحماني وویل ملاعمر تراوسه د طالبانو د غورځنګ مشر دی او د سولې خبرې اوس باید په کوټه کې د هغه له مرستیالانو سره وشي.
ډيلي ټیلګراف ورځپاڼه لیکي، د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرټ ګېټس د روانی اونۍ په سر کې ویلي وو، چې ترهغو پورې به د طالبانو مشران سولې ته غاړه کښېنږدي، څو د دوی جنګي توان کمزری شوی نه وي.
هغه په دې اړه چې ایا له ملاعمر سره د سولې وړاندیز منطقي دی که نه؟ شک څرګند کړ.
د طالبانو د رژیم بل پخواني غړي ملا عبدالسلام ضعیف، چې نوم یې په تورلست کې وو او څو کاله یې په ګوانتا نامو زندان کې هم تېر کړي وایی، په ټولنه کې د طالبانو د جذبولو دغه پلان ناقص دی او د سولې د هلو ځلو مخه نیسي.
ملا ضعیف وویل، امریکا په داسې حال کې د سولې خبره کوي، چې له یوې خوا غواړي طالبان په څو لیکو وویشی او ځینو ته یې د پیسو ورکولو خبره کوي، خو له بلې خوا دې هېواد ته نورځواکونه استوي.
هغه وویل، دا ټول سره په تناقض کې دي او په دغسې یوه حالت کې هېڅ څوک نه شي کولای پرېکړه وکړي.
د هغه په وینا طالبان وایي، دا ټول د دوی په وړاندې یوه دسیسه ده او هغه د دوی دریځ نورهم غښتلی کوي.