pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
غني: امنیتي بنسټونو کې کورنیو چارو وزارت د "فساد زړه" دی
     
بي بي سي‌

افغان ولسمشر وايي، په دولتي ادارو کې فساد یوه لویه ستونزه ده، خو وايي په امنیتي بنسټونو کې تر ټولو ډېر فساد کورنیو چارو وزارت کې دی، چې نوموړي دا وزارت د "فساد زړه" بللی دی.
ښاغلي غني وايي، دولت یې هڅه کوي د هېواد پولیس د جګړې ترڅنګ د قانون عملي کولو کې هم لا ډېر فعال کړي.
تر اوسه کورنیو چارو وزارت کې د پراخه فساد رپوټونه ورکړل شوي؛ چې وايي د لسګونه زره خیالي سرتېرو په نوم پیسې او امتیازات پکې لاس په لاس کېږي او د دولت پر مخالفانو وسلې او مهمات پلورل کېږي.
ولسمشر غني "په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې تشدید کنفرانس" کې وویل، چې فسادګر به د قانون منګولو ته وسپاري.
نوموړي دا خبرې د اروپايي ټولنې دریم کلني کانفرنس کې وکړې، چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره جوړ شوی دی.
هغه له اروپايي ټولنې د دا ډول کانفرانسونو د جوړولو له امله مننه وکړه.
اشرف غني دا هم وویل، چې په ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره یې تراوسه د تدارکاتو کمېټې ۹۰۰ تړونونه څېړلي دي.

نوموړي دا هم وویل، چې پخوا له افغان ګومرکونو پیسې ورکېدلې، خو اوس داسې نه کېږي.
هغه دا هم وویل، چې د فرعي قرادادونو له منځه وړل غواړي.

د نوموړي موخه هغه تړونونه دي چې له یو لاس څخه بل او بل لاس ته لوېږي او د دغسې تړونونو له مخې د بشپړو شوو پروژو پر کیفیت ډېرې نیوکې کېږي.
ولسمشر غني دا هم وویل، چې د فساد ضد مبارزه یې لوی مسوولیت دی او همکارو هېوادونو استازي( سفیران او نور چارواکي) هم په دې برخه کې د خپلو هېوادونو مسوولیت لري.
د افغانستان لوېدیځ همکار حکومتونه د خپلو وګړو له دې پوښتنې سره مخ دي چې د دوی له مالیې له کابل سره مرستې پر ځای نه لګېږي.
له فساد ګټه اخیستونکي طالبان

له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د افغان ولسمشر وروستۍ څرګندونې په داسې مهال دي، چې اروپايي ټولنې تېره اونۍ هم پر افغان حکومت له فساد سره د لا ټینګې مبارزې غږ وکړ او په وینا یې، فساد د افغانستان پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د فساد پروړاندې د اوو اونیو کمپاین په پای کې په یوه ویناپاڼه کې ویلي وو، فساد اورپکي تغذیه کوي او د سولې پروړاندې پرمختګ ټکنی کوي.

په تېره اپرېل میاشت کې اروپایي ټولنې په یوه راپور کې ویلي وو، داسې راپورونه لري چې د افغان سرتېرو وسلې او مهمات پر وسله والو مخالفانو پلور کېږي چې دا کار د جګړو په لیکو کې طالبان برلاسي کوي.
د دې ټولنې د رپوټ له مخې، هره اونۍ د فساد له امله افغانان وژل کیږي او دا ځکه چې د دوی په باور د افغان سرتیرو وسلې، مهمات او تجهیزات پر طالبانو پلورل کیږي.
د فساد ضد هڅې

خو د تېرې میاشتې په وروستیو کې ملګرو ملتونو په لومړي ځل په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې هڅې ارزولې او په دې برخه کې یې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې په خبره، د معافیت دود له منځه وړل، له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز علني محاکمې، د قانون د حاکمیت شورا جوړول، د شتمنیو ثبت او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون توشیح د فساد مخنیوي او د روڼوالي ګټور ګامونه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یا ماموتو د اداري فساد پر ضد د مبارزو هڅو ته د ځانګړي شوي راپور د خپرولو پر مهال وویل، هیله من دی چې له فساد سره د مبارزې هڅې نورې هم اغیزناکې شي:

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.