pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
په ملي سياست کي عقلي تقاضې
     
حز ب لله _کوټه


حضور صلى الله على وسلم ارښاد دى:"خدى چي کله عقل پيدا کى نو ورته وې فرما يل ولاړسه هغه ودرېدى، بيا يه ورته وفرمايل متوجه سه هغه متوجه سو، بيا ورته وفرمايل کښينه، اغه کښېنستى. خدى و فرمايل ما ستا سه زيات افضل، ستا زيات معزز و مکرم ستا سه زيات ښه، او ستا سه زياته ښه مخلوق ما ندى پيدا کړى. ستا په وجه ځه مواخزه کوم او ستا په وجه يې ورکوم، ستا په وجه ځما معرفت حاصلېږي،ستا په وجه ځه عتاب کوم، ستا په وجه ثواب ملاوېږي او لتا سزا ورکول کيږي.
عقل ته عقل پدې ويل کيږي چي انسان خپل په کنټرول کي ساتي او انسان د انسانيت د حدودو سه خا رج او د حيوانيت په دائرو کي يه د ننوتو سه ساتي. د غلطو سه يه رګرزوي او د ښو دعوت ورکوي. ګمراهي، مصيبت او د بد انجامه سې ليري کوي. د عقل هره خبره ژوند د بريا و عروج ته رسوي. عقلمند دپاره دا ښه نه وي چي هغه خپل په رايو بهروسه وکي تر څو چي يې د پوهانو سه رائې نه وي اخيستي. پر يوې فېصلې چي څو عقلونه سره وجنګيږي او اتفاق پر وکي د جلا او يوه عقل سه زياته ګټور وي. مشورې او اتفاق د فيصلو سه اختلافات، تضادات، تصادم ختموي او د هر رنګه ګډوډى سه يې پاکه وي. د جماعت رائې او د عقلونو اجتماع مشکلات اسانه کوي، ولي چي د يوه فرد سخه غلطياني کېد لى سي، مګر په اجتماعيت کي د غلطيو امکانات ډير کم وي.
له بد قسمتى يې زموژ د وطن او د قوم فېصلي څو مخصوصه شخصيتونه کوي. په دولتي چارو کي ٥ يا ٦ کسان سره کښېني خپل په ځانو يه د عقل قل خيال راسي هغه فېصلې وکي چي د هغو مسائلو په حقيقت دوى خبر هم نه وي. پوهان، ښعور يافته طبقه او ملت خبر هم نه وي. ده ټوله ملت پر خيالاتو، فکرو او په عقلو قابضه سي. داسي فيصلې د ملت د مفاداتو، خوا هښاتو او مرضۍ خلاف وي او په اخر د نا پوهۍ په بنياد سوي داسي پرېکړي د تصادم او انتشار ښکل واخلي. په ملي فيصلو کي دوطن د مختلفو علومو د کا رپوهانو سه رائې اخستل د هغو د پوهي په رڼا کي پاليسياني جوړول اود پر مختګ لاري ټاکل بې حده ضروري وي. ولي چي د سو خلګو په عقلو کي دومره د پوهي طاقت نه وي چي د موجوده برباديو سه مقابله په وکي او مشکلات په کنټرول کي راولي، خو د عقل لشکرونه او د پوهي قافلې هر رنګه د خطرو وه طوفانو ته ماته ورکولى سي. عقل او دپوهي په رڼا سوي فېصلې تقسيم سوى عوام سه قوم جوړوي، د قوم سه منظم قافلي جوړوي او د حکمت په سا يو کي هغه د تحفظ سره خپل لوړ مقاصدو اومنزلو ته رسي.
ملي فېصلې کا صحيح وي نو د معاښرتي خوښحالي، امن و مان او د قوم د يوالي سبب جوړيږي، که غلطي وي د ناپوهۍ پر بنياد سوي يي نو د هميښه تباهي، نه ختميدونکى انتښار اونه سړيدنکى جنګ سبب ګرزي. کله چي يو ملت کي پر اقتدار ناست جمهوري جماعتو په رهبرانو کي عقلي ډکټيټران پيدا سي نو د اغه ملک په عوام کي ستري خطري پيدا سي. اغه چي د عوام سره هر سومره همدردي ولري د اغو د فلاح او د پر مختګ دپاره هر سومره ښې فېصلې وکي، اغه بيا هم د زوال سبب جوړيږي. ولي چي د سوا افرادو په عقلو کي د ټوله اولس د مسائلو حل نا ممکنه يي، بلکي دعوامي مسائلوحل په عقلي او د پوهي په وسائلو کي موجوده وي. عقلونه د افکارو رهنمائي کوي او افکار د قومونو رهنمائي کوي. دغه لپاره د مسا ئلو په حل کي د عقلو پوهنه او د پرمختګ پر لار د تلولو دپاره پر پر مختللي افکارو اتفاق ډهير ضروري دى. کم سوک چي دا ويي چي اغه عقلمنده او پوهه دى، د اولس د تقدير د فيصلو پر وخت د مختلفو علومو پوهانو له پوهه سه د قوم په مفاد او ترقى کي ګټه وانخلي او نظر اندزه يې کي نو پر دا وخت د هغو بي وقوفي د ر خپل کماله ورسيږي. د خود رائې ښکار سياستدانان د بي عقلې باوجوده خپل پر ځان يه د عا قل خيال رازي، د ضرورت د اښخاصو سه په اولسي پرېکړو کي مشورې او رائې نه ځن اخلي، بلکي د خپل عقل موريدي کوي، داسي سياسيان به ملت د تباهى او د مرګو وه اغه کډي ته ور ايله کي چي را ويښول يه بيا خالي د اسرافيل د ښپيلى سه ممکنه وي.
تر څو پوري چي د فيصلو اختيار د سو عقلو څه ازاد سوي نه وي، د عوامي عقلو او علمي وسائل ته را رسيدلي نه يي در اغو به موژپه جهالت او په تيارو کي پرمختګ کوو. جهالت او د تيارو د رڼا څه ډهيره پخواني دښمني ده . اولسو نه و سر لوړى ته هم رسوي او د صفه هستى سې هم ختموي. په محدوده عقلو کي د اولسونو د مقدر فيصلې کول په حقيقت کي هغه د صفه هستى سه ختمول وي، سر لوړي يه د عقلو په اجتماعيت او د علومو په وسائل کي ممکن وي. اولسونه د غلطيو سه نه بلکي د غلطيو په دفاع کولو سره چي د زوال کم منزلونو رارسيږي اغه اولسونه د بربادي و قبرستان ته رسوي. عقل د ښعور او د ادراک مرکز دى، د سو خلګو په عقلو او په ښعور کي دومره طاقت ضرور وي چي دښو بدو او د خير ود شر پيزند ګلوي په وکي، ليکن د خير کارونه د اولس کلتور جوړول او د شر سه نفرت پيداکولو قوت د ټولني د افرادو په عقلواو ښعور کي وي.
يو اړخېزي فېصلې پر قوم د مسلط کولو سه هميښه د زوال لاري هواريږي. علمي، عقلي او ښعوري وسائل کي داسي فيصلي کول په کا ردي، د کمو په رڼا کي چي ملت روانيدلى سي. داسي عوامي، ملي او عقلي فيصلي همىښه د حق، انصاف، مساواتو پيروي او د هداياتو رهنمائي کوي، عوام ښعوريافته او ترقيافته کوي. عقلمند ه سياستدان هغه وي کم چي د مختلفو علومو ماهرين و پيزني او د غو د افکارو او د حکمت سه د قومي اصلاح، د تضاداتو او انتښار خاتمي او د پر مختګ دپاره ګټه واخلي.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.