|
خدایه! |
خدایه ! عقل چی و زړه دې ولې راکړ؟ |
په یو ملک کې دوه خودسره بادشاهان |
ولې ولې په رڼا ورځې خوبونه؟ |
ولې ما ته دې عطا کړ فکر و خیال ؟ |
ولې تریخ دې کړ بیلتون او خوږ وصال؟ |
ولې جوړ دې د یار سترګو کې جنت کړ؟ |
خدایه ولې دې پیدا کړل امیدونه؟ |
خدایه ولې دې ځوانې هر چا له ورکړه؟ |
ولې ما له دې د ولې طاقت راکړ؟ |
خدایه ولې، خدایه ولې، خدایه ولې!؟ |
|
|
|
|
|
|
|
|
ای زمـــــــا وطنه د لعلونو خــــزانې زما |
|
|
ستا هره دره کې دی د تورو نښانې زما |
|
ته چې خوارو ځار یې زه به مال او دولت څه کړمه |
|
ستا سر چې وی ټیټ نو به زه شان او شوکت څه کړمه |
مسته به دې خاوره کړم په مینه مستانې زما |
|
ته چې وران ویجاړ یې زه به خوب او راحت څه کړمه |
|
ای زما وطنه |
|
سترګی مې قربان شه ستا لپاره د سوچونو نه |
|
عقل مې ایرې شه ستا لپاره د فکرونو نه |
ستا زړه کې پرتې دی ټولې تلې زمانې زما |
|
ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونو نه |
|
ای زما وطنه |
|
یا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان |
|
یا به دې زه سیال کړمه وطنه د جهان |
نر یمه، پښتون یم تاته یادې افسانې زما |
|
ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان |
|
ای زمـــــــا وطنه د لعلونو خــــزانې زما |
|
|
ستا هره دره کې دی د تورو نښانې زما |
|
|
|
|
|
|
|