نور: عبدالله باید له خپلو ملګرو او افغان ملت بخښنه وغواړي |
|
|
|
|
بی بی سی |
د بلخ والي عطا محمد نور د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر قسیم فهیم یادغونډه کې د افغان حکومت اجراییه رییس بې زړه، بې وسه او مذبذب وباله.
هغه زیاته کړه، چې له دې هرڅه سره عبدالله عبدالله ځان ډېر هوښیار بولي.
د ښاغلي عبدالله دفتر تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
عطامحمد نور د محمد قسیم فهیم له قوله وویل: "تاسو(عبدالله) چې پرېکړه کړې، پښېمانه شوي یاست، کومه هڅه مو چې کړې ترپایه مو رسولې نه ده".
هغه پر عبدالله عبدالله تور ولګاوه چې د خلکو په میلیوني رایو او همکارۍ ته په چمتوو الي بیا هم د دې وس او جرات نه لري چې د هغوی امنیت خوندي کړي.
ښاغلي عطا وویل، دوه کاله د عبدالله په ملاتړ سره سرګردان و او زیاته یې کړه "ورته ویل مو چې ډاکټر صیب په امر او نهې کې شریک اوسه، خپل حق واخله او خپل واک ترلاسه کړه".
هغه دا هم وویل، چې له دوو کلونو وروسته یې دا پرېکړه وکړه، چې له دې ډلې سره مخه ښه وکړي او عبدالله ته یې په خطاب کې وویل: "ته د هغه څه مسوولیت په غاړه نشې اخیستلی چې ملت یې غواړي. دا وس په تا کې نشته. کله چې زموږ په میلیوني ملاتړ سره کار نشې کولی، له تاسو سره مخه ښه کوم. سیاسي لار بېلوم".
نوموړي د عبدالله سیاست دوه ګونی وباله او وروستیو ګومارنو ته په اشارې یې د عبدالله عبدالله له خوا د اداري سمون کمېسون د مشر په توګه د نادر نادري پېژندغونډه یاده کړه: " ویل یې دغه سړی(نادري) د دې دندې وړ نه دی، شپږ ورځې یې په حکومت کې کار نه دی کړی، هیڅوک یې دې دندې ته معرفي کولی نه شي، که څوک یې واستوي په خپلو ساتونکو سره یې له ادارې باسم، خو نن یې(عبدالله) پخپله معرفي کړ او ویې ويل وړ کس دی".
د عطا نور په خبره، یواځې د اداري سمون کمېسون نه و چې ښاغلی عبدالله پکې پاتې راغلی، بلکې د دفاع وزیر او لوی څارنوال په برخه کې یې همدغه ستونزه لرله. هغه هم په داسې مهال چې ویلي یې و، دا ګومارنې ورته سرې کرښې دي.
عطا نور دا هم وویل، چې ښاغلي عبدالله په ماڼۍ کې د ځان او خپلو نږدې ملګرو د پاتېدلو لپاره د نورو پښې نیولې دي او جوړ جاړی یې کړی دی.
نوموړي خپلو پلویانو ته وویل، چې ډګر ته به ووځي، د برېښنایي تذکرې، ټاکنیز نظام د سمون، لویې جرګې جوړېدلو او ملي وحدت حکومت په هکله به جوړ جاړی ونه کړي.
"ښاغلي عطا دا هم وویل، چې د نامرد ټک د لړم له ټک بدتر دی او د نامرده کسانو ټک هم ډېر درد لري".
د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې تېره میاشت د ولسمشر غني په امر د بلخ والیي وګومارل شو.
نوموړی له تېرو ولسمشرۍ ټاکنو راهیسې د دغه ولایت سرپرست و، خو په تېرو میاشتو کې له ولسمشر غني سره تر خبرو وروسته په دې دنده وګومارل شو.
Ata Mohammad Noor apologizes for supporting Abdullah in elections
By KHAAMA PRESS
The provincial governor of the northern Balkh province and a prominent political figure heading the influential Jamiat-e-Islami party has apologized for supporting Abdullah Abdullah during the 2014 presidential elections.
He accused the Chief Executive of the unity government for supporting a specific circle around him and announced to halt cooperation with the Chief Executive Office.
Noor was one of the main supporters of Abdullah Abdullah during the controversial presidential elections in 2014 and played a key role in both the first round of the elections and during the run-off elections.
This comes as Noor said late in December last year that he is no more counting on decision making capabilities of Chief Executive Abdullah Abdullah.
He claimed that his lack of confidence on Abdullah has led to opening of direct talks with President Mohammad Ashraf Ghani.
Noor further added that Abdullah has performed with weakness in the past two and half years and the reason behind direct talks between him and President Ghani is due to lack of proper presentation of Jamiat-e-Islami by Abdullah. |